د وزيراعظم شهباز شريف او د آئي ايم ايف د منيجنګ ډائريکټر ترمينځه ليدنه شوې چې پکښې د آئي ايم ايف پروګرام په اړه خبرې شوي دي۔

باغی ټی وی رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف او آئي ايم ايف مشر ترمينځه ليدنه فرانس کښې د فنانشل کانفرنس په موقع شوې چې پکښې د پاکستان لپاره د آئي ايم ايف په روان پروګرام خبرې اترې شوي او د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځه د تعاون په اړه هم خبرې اترې شوي دي۔
د نړيوال مالياتي صندوق له ايم ډي سره په ليدنه کې وزيراعظم د مئي په 27مه نيټه د هغه سره په ټيلي فوني تماس کې هم يادونه کړې وه چې پکې شهباز شريف د اقتصادي استحکام او بهبود لپاره د پورته کړو ګامونو څخه هم خبر کړى ؤ.
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې مونږ باور لرو چې د نهم جائزې لپاره ټول لومړني گامونه اخستل شوي دي، پاکستان د آئي ايم ايف سره د معاهدې د بشپړولو هوډ لري، هيله ده چې پاکستان ته به ډير زر بيلابيل فنډونه جاري کړل شي.
وزيراعظم وويل د آئي ايم ايف سره د معاهدې بشپړېدل به په اقتصادي ثبات کې مرسته وکړي.
د IMF پروګرام او د پاکستان پلان B
پاکستان د قامي اقتصادي بحالۍ منصوبه جوړه کړې ده چې ترمخه يې د بهرنۍ سرمايه کارۍ په لاره کې د خنډونو لرې کولو لپاره د سرمايه کارۍ د اسانتياوو ځانګړې شورا جوړه کړې ده.
په دې لړ کې د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک وئيلي دي چې دريو مختلفو هيوادونو پاکستان کې د سرمايه کارۍ لپاره د ٢٠ نه تر ٢٥ اربه ډالره مختص کړي دي چې اصل کې اوس دا پلان اے او د آئي ايم ايف پلان بي دى.
هغه وويل، چې د دې کړنلارې تر شا د دوستو هېوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او چين له خوا ډاډ ورکړل شوى، له دغو هېوادونو څخه پرېکړه شوې، چې په کومو برخو کې پانګونه وکړي.
مصدق ملک زياته کړه چې په غونډه کې د راتلونکو پنځو نه تر اوو کلونو پورې د ١١٢ اربه ډالرو سرمايه کارۍ منصوبه وړاندې شوې ده.





