دکرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(FAO) رئیس سره کتلي.

0
137

دکرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(FAO) رئیس سره کتلي.

 

جون 20 سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوی عطا‌ءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(FAO) رئیس ریچارډ ټرانچارډ سره وکتل.

 

دغه کتنه چې د کرنې وزیر په دفتر کې ترسره شوه، دواړو خواوو په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د پراختیا په پار د ګډو چارو او فعالیتو پر همغږۍ او ترسره کولو خبرې اترې وکړې.

 

د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د افغانستان له کروندګرو او مالدارانو سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د هڅو او ملاتړ قدرداني وکړه او ویې ویل، چې د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او د څارویو خوراکي توکو د وېش په برخه کې ستاسو مرستې بزګرانو او مالدارانو ته د ښو لاسته راوړنو لامل شوي دي او تر یوه کچه له کروندګرو سره د مرستې او همکارۍ لامل شوي دي.

 

دغه راز ښاغلي عمري د څارویو د نسل اصلاح، د اوبو لګولو د کانالونو په جوړولو، د څارویو د خوړو د برابرولو، د ملخانو له یرغل سره د مبارزې، د اصلاح شویو تخمونو د وېش زیاتوالي، د طبیعي زېرمو ساتنې په ځانګړې توګه ځنګلونه او د لبنیاتو د پروسس فابریکې جوړول ته د دې ادارې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

 

هغه زیاته کړه: «د بهرنۍ ادارې او موسسې همکاریو ته سترګې په لار یو، ځکه چې یوازې د کرنې وزارت نه شي کولی د کروندګرو او مالدارانو ستونزې هوارې کړي، له څو لسیزو راهیسې په دې هېواد کې ګډوډي او جګړه روانه وه، دکرنې د پراختیا په برخه کې هیڅ کار نه دی شوی.

نوموړی وایي زموږ محاسبه ښيي چې سږ کال به د غنمو حاصلات ۵ میلیونه متریک ټنو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېره ۴ میلیونه متریک ټنو وه. اسلامي امارت هلې ځلې کوي په هر ډول، چې وي خلکو ته ګټور کارونه ترسره شي، ترڅو د بزګرانو او مالدارانو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

 

په ورته وخت کې، ریچارډ ټریچارډ د کروندګرو او بڼوالو سره د همکارۍ په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پر ژمنتیا د خبرې وکړې: «سږ کال په پام کې لرو چې د غنمو ۳۱ زره متریک ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه په بزګرانو ووېشو، همدا ډول د څارویو د خوراکي توکو او د سبو تخمونو وېش د هغو مرستو یوه برخه ده، چې د وچکالۍ له امله زیانمنو د سبو کروندګرو او بزګرانو سره مرستې کوو.

اړوند موضوعات

کرنې او مالدارۍ وزارت وایي هېواد کې څه باندې ۵۸ زره مټریک ټنه د ګنیو حاصل راټول شوی دی.

 

 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) د کرنې له وزارت سره یو له همکارو بنسټونو څخه ده، چې له بزګرانو او بڼوالو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او دا همکارۍ دوام لري.

Leave a reply