د پاکستان پیپلز پارټۍ د سېنېټ د چیئرمېن استحقاق بل مسترد کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
په خپل يو بيان كښې د پيپلز پارټۍ پارليماني غړي او د غربت ختمولو وفاقي وزيرې شازيه مري وئيلي دي چې پيپلز ګوند د سېنېټ د چيئرمېن استحقاق بل مسترد كړے دے۔
ياده دي وي چي د پاکستان مشرانو جرګې د چيئرمېن، مرستيال چيئرمېن او غړو د تنخواګانو، مراعات او الاؤنسونو د زياتولو بېل قانون منظور کړی دی.
د بل له مخې د سېنېټ د چیئرمېن د دفتر الاؤنس 6 زره نه 50 زره روپو ته او د کور کرایه 1 لاکه 3 زره روپو نه 2.5 لاکه روپۍ میاشتنۍ ته پورته کړې شوې ده.
د سېنېټ د چیئرمېن د سرکاری اقامت د فرنیچر یو وخت خرچه له یو لاکه نه پنځوس لاکه روپو ته پورته کړې شوې ده، دې نه علاوه چیئرمېن ته به د مرستیال مشر یا اولس مشر پروټوکول حاصل وی. د ولسمشر مرستیال په بهرنیو سفرونو کې.
د دې تر څنګ د الوتکې له لارې د سفر پر مهال دولتي، پوځي، فلاینګ کلب یا چارټرډ سرویس الوتکې، چورلکې غوښتل کېدای شي.
د دې نه علاوه به د پخواني سېنېټ 12 ملازمين وي، 6 سکيورټي پرسونل به په خپل استوګنځي کښې تعینات وي او د سفر په مهال سکواډ کښې به د پوليس، رېنجرز، فرنټئير کور او فرنټيئر کنسټبلري څلور اهلکار شامل وي۔
مشرانو جرګې د هوايي حادثې په صورت کې د معاوضې له درې لاکه روپو څخه يو کروړه روپو ته د زياتولو منظوري هم ورکړې ده.
د دې نه علاوه د سېنېټ غړو د سړک سفر الاؤنس له 10 روپو في کلوميټره څخه 30 روپۍ في کلوميټره ته زيات کړے شوے دے۔
د بل په اړه د سېنېټ چيئرمېن وضاحت وكړو
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د استحقاق بل په اړه د وضاحت په مهال ووئيل چې د 1975ء په قانون كښې د اوسنيو حالاتو له مخې ترميم كړے شوے دے۔ بل په عامه خزانه کې بار نه دی اچولی.






