د بلوچستان راتلونکي مالي کال بجټ به نن وړاندې کېږي
باغی ټی وی رپورټ
د بلوچستان اسمبلۍ بجټ غونډه نن مازيګر څلور بجې رابللې شوې چې پکښې به د خزانې صوبائي وزير زمرک خان اڅکزئ بجټ وړاندې کوي۔
د راتلونکي مالي کال لپاره د بلوچستان د بجټ اندازه 700 اربه روپو نه زياته وي۔په راتلونکي بجټ کښې د صحت کارډ لپاره د 5 ارب 80 اربه روپو د مختص کولو وړانديز شوې دې۔
دسرچينو ترمخه په سرکاري هسپتالونو کې ددوارو دخدمت لپاره 2 ارب 70 کروړه روپۍ او دوه اربه روپۍ به دبلوچستان ايجوکيشن انډوومنټ فنډ لپاره مخصوص کړل شي. بلوچستان کې د پنشن فنډ لپاره دوه اربه روپۍ، د یو اربه روپۍ پبلک انډوومینټ فنډ لپاره او دوه اربه روپۍ د سکل ډویلپمنټ پروګرام لپاره د ساتلو تجویز دی.
سرچينې وائي چې د فوډ سيکورټي لپاره 1 اربه روپۍ او پي پي ايچ آئي لپاره 75 کروړه روپۍ د مختص کولو وړانديز شوى، بلوچستان ته به د تقسيم وړ ريونيو څخه 45 اربه روپۍ څخه زياتې ترلاسه کولى شي.
صوبې ته د مستقيم منتقلي نه د 20 ارب 60 کروړه روپو څخه د زياتو حاصلاتو امکان هم شته، دې نه علاوه بلوچستان ته په قدرتي ګيس باندې د اکسائز ډيوټي نه د 16 ارب 52 کروړه روپو نه زياتو روپو ترلاسه کيدو امکان هم شته چې پکښې د 38 اربه روپو آمدن امکان دې۔ تمه کیږي.