د متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان کنوینر خالد مقبول صدیقي وايي، د پاکستان د ژغورلو یوازینۍ لار د خپلو جوړونکو لاس ته راوړل دي.

باغی ټی وی رپورټ
د کراچۍ په بهادر اباد کې د ایم کیو ایم پاکستان د چارواکو غونډې ته د وینا پر مهال خالد مقبول صدیقي وویل چې له ۱۵ کلونو راهیسې د سندهـ واکمنانو ته د لوټمارۍ دنده ورکړل شوې وه، له تیر یو کال راهیسې موږ د دوی خوبونه حرام کړي دي.
هغه وويل، چې د ناوړه شرايطو او د محرومو حقونو د ترلاسه کولو لپاره بايد مبارزې ته چمتو شي.
غونډې ته حاضر شوي سینئیر ډپټي کنوینر مصطفی کمال وویل چې نه یوازې کراچۍ بلکې د سندهـ او ټول پاکستان خاوره زمونږ د نیکونو سره تعلق لري، د تیرو څلورو میاشتو مردم شماري زمونږ د مبارزې یوه بیلګه ده.
مصطفی کمال په خپلو ټاکنیزو حوزو کې د خلکو د رایو د ثبت بهیر د چټکولو په اړه وویل، د هغه ولایت والي چې موږ ژوند کوو، د خپلو لاسته راوړنو په اړه اندېښمن دی.
ده ووئيل 13 زره اربونه خرچ شوي خو د كراچۍ٬ كشمور او لاڑكانه اوس هم تباهي او بربادي ده۔






