د تیلو او ګازو د تنظیم ادارې (اوګرا) په شیخوپوره کې دوه پټرول پمپونه سیل کړي دي چې د ریموټ کنټرول له لارې 50٪ کم پټرول پلوري.
باغی ټی وی رپورټ
په درغلۍ کې ښکیل شپږ کسان هم د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د اوګرا وياند ترمخه شيخوپوره کښې د ضلعې انتظاميې له ونډې نه کمه پټرول سپلائي کولو پمپونو خلاف کاروائي کړې شوې او د دوه پټرول پمپونو په ډسپنسرونو کښې لګولې شوې ډيجيټل آلات ضبط کړې شوي دي۔
د اوګرا وياند وايي په دغو پمپونو کې ۵۰ فيصده کم پټرول د ريموټ کنټرول له لارې ډکېدل.
اوګرا او ضلعي انتظاميي د ريموټ کنټرول آلات ضبط کړي او شپږ کسان ئي پوليس ته سپارلي دي۔