د سمندري طوفان بپر جوی خطر ختم شوی، د ساحلي سیمو کیټي بندر، بدین او سجاول څخه بې کوره شوي خلکو د طوفان د خطر له وجې خپلو کورونو ته ستنیدل شروع کړي دي، متاثرینو د خپلو کورونو جوړولو کار بیا شروع کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د اسسټنټ کمشنر تخته ترمخه د کيټي بندر پشمول د نورو سيمو نه 23 زره کسان ايستل شوي د کومو لپاره چي 11 امدادي کيمپونه جوړ کړي شوي دي۔
هغه وويل، چې په کټي بندر کې ژوند بېرته عادي حالت ته راګرځېدلى، ماهيانو ته به هم ډېر ژر په ساحل کې د ښکار اجازه ورکړل شي.
اسسټنټ کمشنر وئيلي دي چي انتظاميه د طوفان نه پس په امدادي کيمپونو کښي ميشت خلقو ته د واپسي لپاره ټرانسپورټ ورکوي۔
د سجاول ډپټي کمشنر سجاول وويل چې د سجاول ضلعې د ساحلي سيمو څخه بې کوره شوي خلک بيرته خپلو ميشتو ته راتلل شروع شوي دي او نن به د بيلا بيلو کيمپونو نه 16 زره کسان خپلو سيمو ته منتقل کړے شي۔
د ډپټي کمشنر بدين وينا ده چې امدادي کيمپونو کښې به څوارلس زره نه زياتو خلقو ته راشن ورکولے شي او واپس ليږل کيږي او د متاثرينو د نقصاناتو د اندازې لپاره به سروے هم کيږي۔





