په هېواد کې د يو تول سرو زرو بيه له دوو ورځو زياتوالي وروسته نن له ١٧٠٠ کلدارو راټيټه شوې ده.

0
192

باغی ټی وی رپورټ

د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه په ملک کښې د یو توله سرو زرو بیه د ۱۷۰۰ روپو کمیدو سره ۲ لاکه ۲۱ زره ۷۰۰ روپو ته رسیدلې ده.

د اتحاديې له مخې د يو ګرام سرو زرو بيه هم د 1458 روپو په كمېدو سره يو لاک 90 زره 72 روپو ته رسېدلې ده۔

په نړيوال بازار کې د يوانس سرو زرو بيه له اووه ډالرو څخه ١٩٥٨ ډالرو ته راټيټه شوې ده.

ياده دې وي چې تېره ورځ هم په هېواد کې د يو تولو سرو زرو په بيه کې د تېرې پنجشنبې په پرتله څلور افغانۍ زياتوالى راغلى و.

څو ورځې وړاندې د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار هم يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ويلي وو څوک چې د سرو زرو او ډالر کاروبار کوي بايد داسې ونه کړي ځکه چې د سرو زرو او ډالرو کاروبار ته به هيڅ ګټه نه وي.

Leave a reply