افغانستان په تېرو پنځو میاشتو کې د څه باندې ۱،۸ میلیارد افغانیو په ارزښت جلغوزي صادر کړي دي

افغانستان په تېرو پنځو میاشتو کې د څه باندې ۱،۸ میلیارد افغانیو په ارزښت جلغوزي صادر کړي دي
جلغوزي د افغانستان يوه له ګټورو، ګرانو او نړۍ والو وچو مېوو څخه ده، چې د باختر آژانس د راپور پر بنسټ، اوسمهال په بازار کې يو کيلو جلغوزي په ٢٠٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.
د راپورونو له مخې، جلغوزي د بدن د دفاعي سيستم د پياوړتيا، د پوستکي د سالم او تازه ساتلو، د حافظې د پياوړتيا او د زړه د حملې په مخنيوي کې ګټور بلل شوي دي.
(2023 / 6 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې د څه باندې اته میلیارد افغانیو په ارزښت جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.
باختراژانس د دغه وزارت دمعلوماتو په حواله ليکلي دي چې افغانستان د روان کال له جنورۍ څخه د غبرګولي د مياشتې تر لسمې نيټې پورې د يو ميليارد او ٨٨٨ مليونو افغانيو په ارزښت جلغوزي صادر کړي دي.
سرچينې په دې اړه معلومات ورنه کړل، چې دغه جلغوزي کومو هېوادونو ته صادرېږي، خو تر دې وړاندې د افغانستان د جلغوزيو ډېره برخه چين ته صادرېدل.
جلغوزي د افغانستان يوه له ګټورو، ګرانو او نړۍ والو وچو مېوو څخه ده، چې د باختر آژانس د راپور پر بنسټ، اوسمهال په بازار کې يو کيلو جلغوزي په ٢٠٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.
اړوند موضوعات:
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نن ورځ د جلغوزیو یو شمیر سوداګرو سره وکتل.
د راپورونو له مخې، جلغوزي د بدن د دفاعي سيستم د پياوړتيا، د پوستکي د سالم او تازه ساتلو، د حافظې د پياوړتيا او د زړه د حملې په مخنيوي کې ګټور بلل شوي دي.






