د کراچۍ نوي ټاکل شوي میئر د مختلفو سیمو دوره کړې، د طوفاني نالیو د پاکولو چارې یې ژر بشپړې کړي

د کراچۍ نوي ټاکل شوي میئر د مختلفو سیمو دوره کړې، د طوفاني نالیو د پاکولو چارې یې ژر بشپړې کړي
د کراچۍ نوي منتخب میئر بیرسټر مرتضی وهاب د شپې ناوخته د ډسټرکټ شرق او اولډ سټي ایریا کې د ګارډن ډرینز دوره وکړه او د طوفان نالیو د پاکولو چارې یې ژر بشپړولو هدایات جاري کړل.
د کراچۍ نوي منتخب میئر د جوهر چورنګي انډر پاس باندې د روان کار معاینه وکړه، په دې موقع هغه وویل چې د انډر پاس بشپړیدو سره به د ګلستان جوهر او شاوخوا سیمو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.
تر دې وړاندې د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې مرتضي وهاب وويل چې ټول سټېک هولډرز به ورسره اخلي.
ده ووئيل جماعت اسلامي دې هم په دې خبره پوهه شي چې مونږ د كراچۍ لپاره په ګډه كار كولو ته اړتيا لرو۔
ده ووئيل د کراچۍ په 25ؤ ټاونونو كښې پيپلز ګوند، جماعت اسلامي او پي ټي آئي درې واړه ټاؤن ګټلې دي۔
د يادونې وړ ده چې د کراچۍ د ښاروال په ټاکنو کې د پيپلز ګوند مرتضي وهاب د ۱۷۳ رايو په ترلاسه کولو سره د کراچۍ ښاروال وټاکل شو.
د کراچۍ ښاروال لپاره د پيپلز ګوند د کانديد مرتضي وهاب او د جماعت اسلامي حافظ نعيم تر منځ سيالي وه چې پکې مرتضي وهاب ۱۷۳ او حافظ نعيم ۱۶۰ ووټونه ترلاسه کړي وو، چې اعلان به يې د ټاکنو کمېشن کوي.





