د خېبر پښتونخوا سینیر سپرنټنډنټ اف پولیس سونیا شمروز خان د ښځو په وړاندې د تشدد مخنیوي کې د هغې د غوره پولیسنګ او ارزښتناکو خدماتو لپاره د ښځینه پولیسو نړیوالې ټولنې لخوا د کال د ښځینه پولیس افسر جایزه لپاره نومول شوې ده.

0
164

باغی ټی وی رپورټ

سونیا شمروز به لومړنۍ اسیایي او دوهمه مسلمانه ښځه وي چې په خپل ۶۰ کلن تاریخ کې د کال د غوره پولیس افسر جایزه ترلاسه کوي.

سونیا شمروز خان د بټګرام ضلعې پولیس افسر (ډي پی او) په توګه چترال نه یوازې د جبري ودونو مخنیوي لپاره د شکایتونو سیل جوړ کړ بلکې د ښځو مسلو او د ځان وژنې مخ په زیاتیدونکي رجحان په ګوته کولو لپاره یې د بیلابیلو ادارو سره کار هم وکړ. د دوی د هلو ځلو او هڅو په نتیجه کې په چترال کې د ښځو د ځان وژنې په رجحان کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د خېبرپښتونخوا ایبټ اباد ضلعې ایس ایس پی سونیا شمروز په صوبه کې په مختلفو پوسټونو کار کړی او هغې ته د خېبرپښتونخوا د لومړۍ مېرمنې ډي پی او کیدو اعزاز هم حاصل دی.

سونیا شمروز ته به د نیوزیلینډ په آکلینډ کې د کال غوره پولیس افسر جایزه ورکړل شي.

Leave a reply