د ایکسائز چارواکو د پولیسو سره په ګډه په صوابۍ کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مشر او د قومي اسمبلۍ د پخواني سپیکر اسد قیصر په کور چاپه وهلې او د غیر رجسټرډ ګاډو د برآمد کولو دعوه یې کړې ده.

0
124

باغی ټی وی رپورټ

د ایکسائز چارواکو وینا ده چی د اسد قیصر کور نه دوه غیر رجسټرډ لگژری ګاډی برآمد شوی دی.

بل لوري ته اسد قيصر په دغه چاپه د غبرگون څرگندولو په ترڅ کې وويل چې د پوليسو لخوا زما په کور ناقانونه چاپه وهل شوې وه، د چاپې په مهال زما د کور نه دوه گاډي په زوره وړل شوي وو.

اسد قیصر وویل چې د عدالتونو په ټولو جعلي ایف آی آرونو کې د ضمانتونو باوجود د څلور دیوالۍ حرمت تر پښو لاندې کیږي.

هغه وويل چې دديوال تقدس تر پښو لاندې کول دبشري حقونو او پښتني دودونو څخه سرغړونه ده.

پخواني سپيکر اسد قيصر وويل زمونږ مبارزه به دحقيقي جمهوريت بحالۍ او داساسي قانون تر حاکميت پورې روانه وي.

Leave a reply