پوليسو د مې په نهمه د پي ټي ايي د مشر عمران خان له نيولو وروسته په راډيو پاکستان کې د ورانکارۍ او سوځولو اصلي رول په ګوته کړ.
باغی ټی وی رپورټ
دسرچينو ترمخه جيوفينسنگ وئيلي دي چې دپي ټي ائي پخوانى ايم پي اے اصف خان دراډيو پاکستان په پيښه کې په لاس لرلو تورن دى کوم چې په پرله پسې ډول له لاريون کوونکو سره په تماس کې و.
د پوليسو سرچينې: د لاريون پر مهال آصف خان لاريون کوونکو ته د ورانکارۍ او سوځولو لارښوونه کوله
دپوليسو سرچينې وائي چې دتشدد اؤ دتشدد په تور نيول شوؤ ٥١ؤ شکمنو کسانو بيانونه درج کړل شوي دي چې پکې وئيل شوي دي چې داحتجاج په مهال اصف خان مظاهرينو ته دتشدد اؤ محاصره کولو هدايات ورکول.
پخواني MPA خپل موبايل بند کړی او له پېښې وروسته پټ دی: پوليس
پوليس وايي پخوانى ايم پي اے د ريډيو پاکستان د پيښې نه پس خپل موبائيل ټيلي فون بند کړے دے.
د پيښور پوليس وايي د پي ټي آئي د پخواني ايم پي اے آصف خان په ضد ئي په شرقي پوليس سټيشن کښي مقدمه درج کړي ده، د ملزمانو خلاف ايف آئي آر کښي د ترهه ګرۍ دفعات شامل دي۔
د عمران خان تر نیول کېدو وروسته مظاهره چیانو په پېښور کې پر راډیو پاکستان برید وکړ
د می په نهمه د عمران خان له نیول کېدو وروسته قهرجنو مظاهره چیانو په پېښور کې د پاکستان د راډیو په ودانۍ کې د اسوشیټیډ پریس اف پاکستان (APP) دفتر ته اور ورته کړ. د ريډيو پاکستان ډائريکټر جنرل طاهر حسن وينا ده چې په سلگونو بدمعاشانو ناڅاپه د ريډيو پاکستان پيښور دروازه ماتې کړې اؤ دننه ننوتلي اؤ په بيلا بيلو برخو کې د اور لګيدو له امله ريکارډونه اؤ نور سامانونه تباه شوي دي.
د ريډيو پاکستان مرکزي دروازه ماتولو ملزم نيولے شوے دے۔
تېره مياشت پوليسو هغه تورن نيولى و چې د راډيو پاکستان مرکزي دروازه يې ماتوله.
دپوليسو وينا ده چې ددروازې ماتولو وروستو ملزم محمد عمر دا په 9 زره کلدارو خرڅ کړل چې پوليسو ترلاسه کړل.
عمران خان ولې ونیول شو؟
د مې په نهمه نېټه د قامي احتساب بيورو (نیب) د القادر ټرسټ په نيب مقدمه کې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان نيولی وو چې له هغې وروسته په ټول هېواد کې د پرتشدد احتجاجونو په ترڅ کې دولتي او پوځي تاسيساتو ته زيان اوښتی وو. قیوم پاکستان هم وسوځول شو.