اکثریت پاکستانیان په دې باور دي چې رشوت په هیواد کې د بریالۍ سوداګرۍ لپاره اړین دی.

0
170

باغی ټی وی رپورټ

دا نظر د عامه افکارو یوې مشهورې ادارې ګیلپ پاکستان لخوا په یوه سروې کې راغلی دی.

آیا په پاکستان کې د سوداګرۍ د بریالیتوب لپاره رشوت اخیستل اړین دي او که نه؟ په دې لړ کې ګېلپ پاکستان په ټول هېواد کې د ۱۵۰۰ نه زیاتو خلکو سروې کړې، دغه سروې د ۲۰۲۳ کال د مارچ له ۲۹مې تر ۷ اپریل پورې ترسره شوې وه.

د ګیلپ پاکستان د یوې سروې له مخې، له لسو څخه 7 پاکستانیان په دې باور دي چې په هیواد کې د بریالۍ سوداګرۍ لپاره د رشوت اخیستل او ورکول اړین دي.

په سروې کې ۶۶ سلنه خلکو ویلي چې په پاکستان کې د بریالۍ سوداګرۍ لپاره د رشوت اخیستل او ورکول اړین دي.

۱۳ سلنه خلک له دې خبرې سره موافق نه دي او فکر کوي چې له رشوت پرته هم په سوداګرۍ کې بریا ترلاسه کېدای شي.

خو په سلو کې لس کسانو ویلي چې له رشوت ورکولو او اخیستو پرته په سوداګرۍ کې بریا یو څه ممکنه ده خو یقیني نه ده.

Leave a reply