باغی ټی وی رپورټ
اسد امان په یوه نوي ویډیويي بیان کې ویلي دي چې زه د جون د ۱۲مې نیټې په اعلان ولاړ یم، د کراچۍ د میئر لپاره به د جماعت اسلامي کاندید حافظ نعیم ته ووټ نه ورکوم.
تر دې وړاندې په یوه ویډیويي بیان کې اسد امان ویلي و چې د سندهـ حکومت پرې فشار راوړي چې حافظ نعیم الرحمن ته د پي ټي آی د رایې ورکولو پرېکړه ونه مني.
په ویډیویي بیان کې اسد زمان د تښتونې ویره هم څرګنده کړې ده.
ياده دي وي چي تيره ورځ په کراچي کښي د پي ټي آئي لخوا منتخب شوي د 30 نه زياتو يوسي چيئرمينانو يوه غونډه شوي وه چي پکښي د جماعت اسلامي اميدوار حافظ نعيم ته د ووټ نه ورکولو فيصله شوي وه۔
د یو سي منتخب شوي چیرمین اسد امان ادعا کړې وه چې د ښاروالۍ د ټاکنو په ورځ به د PTI شاوخوا 40 چیرمین ایوان ته لاړ نشي.
ياده دې وي چې د کراچۍ ميئر لپاره به نن د جون په ۱۵مه نېټه انتخابات کېږي چې پکې د جماعت اسلامي حافظ نعيم الرحمان او د پيپلز ګوند مرتضي وهاب تر منځ سيالي کېږي.










Leave a Reply