سپريم کورټ د خبريال ارشد شريف د وژنې په اړه د سوموټو کيس کې ليکلي حکم جاري کړی دی.

0
208

باغی ټی وی رپورټ

تيره ورځ په سپريم کورټ کې د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پينځه کسيزه بينچ د کېس اوريدنه وکړه.

د پرونۍ اورېدنې تحریري حکم صادر شوی دی.

سپريم کورټ په حکم کښې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان په شمول د پينځو کسانو په تحقيقاتو کښې د شاملولو درخواست مسترد کړے دے۔

په حکم کې ویل شوي چې د پاکستان لوی څارنوال دوه راپورونو ته اشاره کړې، د ځانګړې ګډې پلټونکې ډلې له خوا سترې محکمې ته د سپارل شوي موقتي تحقیقاتو راپور او د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د کړنو په اړه دویم راپور.

ياده دي وي چي تيره ورځ د اوريدنې په مهال د ارشد شريف د مور وکيل شوکت عزيز صديقي وئيلي وو چي د ارشد شريف مور درخواست ورکړے دے او د پينځه کسانو بيانونه اخستل شوي دي۔

په دې اړه چیف جسټس ریمارکس ورکړی وو چې نه مونږ تحقیقات کوو او نه هم تحقیقاتي ادارو ته کوم هدایات ورکولی شو، د جے آئي ټي نه غوښتنه کوو چې په دې اړه د قانون مطابق عمل وکړي.

هغه وويل چې محکمه يواځې اسانتياوې برابروي، تحقيقاتي افسر به يې په اړه پلټنې کوي.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۲۳ نیټه پولیسو ارشد شریف د کینیا په نیروبي ښار کې د ماګادي په لویه لاره وواژه چې په تحقیقاتو کې د کینیا د پولیسو په چلند کې تضاد وموندل شو.

سپریم کورټ د ارشد شریف قتل کیس ازخود نوټس اخستی وو.

Leave a reply