د پخواني ګورنر شاه فرمان په کور چې د مئ د نهمې نيټې راهسې فرار دی، چاپه وهلې شوې چې پکښې دوه ګاډي برآمد شوي دي.

0
105

باغی ټی وی رپورټ

پولیسو او ایکسائز ډیپارټمنټ په پېښور کې د پخواني ګورنر شاه فرمان په کور چاپه وهلې ده.

د چارواکو په وینا د خېبر پښتونخوا پخوانی ګورنر د چاپې پر مهال په کور کې موجود نه و، هغه د مې د نهمې نېټې له پېښو راهیسې پټ دی.

د اکسائز ډیپارټمنټ چارواکو وینا ده چې د چاپې په مهال موندل شوي دوه ګاډي به لابراتواري معاینات کوي.

ياده دې وي چې د مئ په نهمه نېټه د پېښې نه پس پوليس د شاه فرمان د لټون لپاره چاپې وهي چې د پېښې ځای نه لادرکه دی.

د دوي نه علاوه د پي ټي آئي مشر مراد سعيد، ميا اسلم اقبال، حماد اظهر او نور هم مفرور دي او د نيولو هڅې روانې دي۔

Leave a reply