د کراچۍ په ساحلي سیمو کې د سمندري اوبو سطحه د بپر جوی د احتمالي طوفان له امله لوړه شوې ده.

0
90

باغی ټی وی رپورټ

په چشمه ګوټ کې د سمندري اوبو د پرله پسې لوړېدو له وجې د چشمه ګوټ د سړک غاړې ته اوبه رسېدلي او بل لوري ته اوسېدونکو خپل کورونه نه دي ایستلي.

په دې اړه جيو نيوز سره په خبرو کې يو کب نيوونکي وويل چې په لاګيګوت جيټي کې د اوبو سطحه زياتېږي چې د ماښام په ساعتونو کې د جيټي يوه برخه ډوبه کېږي.

له کراچۍ څخه یوازې ۵۸۰ کیلومتره لرې له ۳۰ تر ۴۰ فوټو لوړې څپې راپورته شوې.

د ناورینونو د مدیریت ملي اداره (NDMA) وايي چې سمندري طوفان بپرجوی له کراچۍ څخه یوازې 580 کیلومتره لرې دی او د طوفان په مرکز کې د باد سرعت په ساعت کې 200 کیلومتره ته رسیدلی.

د بوپر جوی طوفان له امله په سمندر کې له 30 څخه تر 40 فوټو لوړ څپې راپورته شوي: چارواکي

د چارواکو په وینا د بپر جوی توپان له امله په سمندر کې له ۳۰ تر ۴۰ فوټو لوړ څپې راپورته شوې، خو دا مهال توپان د هند د ګجرات پر لور روان دی.

د بلوچستان اورمړه هم د طوفان له وجې متاثره شوې، اوبه کورونو ته ننوتي دي

د طوفان په نظر کې نیولو سره د سمندر څپې ساحل ته نږدې سړکونو ته راښکته شوي دي.د بلوچستان د ساحلي سیمې اورماړه اوسېدونکي وايي چې د سمندر اوبه په اورمړه کې کورونو او دوکانونو ته هم ننوتلي دي.

Leave a reply