د خيبرپښتونخوا په کالجونو او يونيورسټو کښي د اوړي رخصتي اعلان شوي دي۔

باغی ټی وی رپورټ
د خېبرپښتونخوا د لوړو زده کړو ادارې په صوبه کې د اوړي د رخصتیو اعلان کړی دی.
د اعلان له مخې د ګرمو میدانونو په کالجونو او پوهنتونونو کې به د اوړي رخصتۍ د جون له 15 څخه تر 31 اګست پورې وي او په سړو غرنیو سیمو کې به د اوړي رخصتۍ د جولای له 1 څخه تر 31 پورې وي.
د خېبر پښتونخوا د لوړو زده کړو اداره وايي، مخکې له مخکې ټاکل شوي امتحانونه به له مهال وېش سره سم ترسره کېږي.
ياده دې وي چې د خيبر پښتونخوا په سکولونو کې هم د اوړي رخصتي اعلان شوې ده.
د شيډول له مخې د خېبر پښتونخوا په سکولونو کې به د اوړي رخصتۍ د جون له ۱۲مې تر ۳۱ اګست وي.






