د غور په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

0
192

د غور په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

غور د والي مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه پروژې د IAM په مالي همکارۍ د دې ولسوالۍ په اوو کليو کې جوړېږي، چې څه باندې ٧٧ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.

د غور د والي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پروژو د کار بهیر د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د کلیو د پراختیایي شوراګانو او خلکو له خوا څارل کیږي.

د څښاک د پاکو اوبو د دغو اوو شبکو په بشپړیدو سره به د دې ولسوالۍ د شاوخوا ۱۵۰۰ کورنیو ستونزې هوارې شي.

 

(2023 / 6 / 13    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د غور په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې. د غور د والي مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه پروژې د IAM په مالي همکارۍ د دې ولسوالۍ په اوو کليو کې جوړېږي، چې څه باندې ٧٧ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.

د غور د والي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پروژو د کار بهیر د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د کلیو د پراختیایي شوراګانو او خلکو له خوا څارل کیږي.

اړوند موضوعات:

د اوبو او انرژي وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت تخنیکي ټیمونو د سروبي د برېښنا بند له ساحو څخه لیدنه ترسره کړی.

د څښاک د پاکو اوبو د دغو اوو شبکو په بشپړیدو سره به د دې ولسوالۍ د شاوخوا ۱۵۰۰ کورنیو ستونزې هوارې شي.

Leave a reply