آزاد کشمیر او شیخوپوره کښي ټرافیکي پیښو کښي ۱۲ مسافر مړه شوي دي.

0
176

باغی ټی وی رپورټ

د راپورونو له مخې د آزاد کشمیر د کوټلي په نرکه کې د زیارت کوونکو یو بس کندې ته لوېدلی چې له امله یې ۹ تنه سپرلۍ وژل شوي دي.

د ریسکیو ذرائعو ترمخه بس کښي د ۳۵ نه زیات حاجیان سوار وو چی پکښي ۹ مسافر مړه او یو شمیر ژوبل شوی دی، ژوبل کسان د میرپور ډی ایچ کیو هسپتال ته رسولی شوی دی.

حاجیان د نیراین شریف له عرس څخه راستانه شوي وو.

دې نه علاوه د لاهور موټروې ايم 3 فيض پور سره نزدې د مسافرو بس اوورېدو له وجې 3 مسافر مړه او 3 سخت ژوبل شوي دي۔

د موټروې د پوليسو د وياند له مخې، بس د فيض پور انټرچينج سره نږدې اوښتی او پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

مسافر وړونکی بس له کوټ اډو څخه لاهور ته روان و، چې مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

Leave a reply