په خيبرپښتونخوا کښي طوفاني بارانونو تباه کونکي اثرات پريښي دي۔
باغی ټی وی رپورټ
د خيبرپښتونخوا او پنجاب په بيلا بيلو سيمو کې د طوفاني بارانونو له امله په بيلا بيلو پيښو او پيښو کې 34 کسان وژل شوي او تر 150ؤ زيات ژوبل شوي دي.
د صوبې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې (PDMA) له مخې په بنو کې د سختو بارانونو له امله د چتونو او دیوالونو د نړېدو په مختلفو پېښو کې ۱۵ کسان مړه او د ۱۰۰ نه زیات ژوبل شوي دي. پي ډي ايم اے وئيلي دي چي لکي مروت کښي د کورونو د چت غورځيدو پيښه کښي 5 کسان مړه او 42 ژوبل شوي دي او په کرک کښي د کورونو ديوالونو غورځيدو پيښه کښي څلور کسان مړه او يو ژوبل شوي دي۔
بنو کښې باران له وجې د يوې ړندې بوډې زنانه د مرلې کور چت راپريوتو له وجې د هغې شپږ ماشومان د ملبے لاندې راپرېوتې او ژوبل شوې دي۔
دغه مېرمن وايي، ګاونډيانو يې ماشومان له خاورو را ايستلي او د کور سامانونه يې هم له منځه تللي دي.
پي ډي ايم اے وائي چي د طوفاني بارانونو له وجي 69 کورونه په جزوي توګه تباه شوي دي، د طوفان او طوفاني بارانونو نه متاثره شوي خلقو د امداد لپاره 4 کروړه روپئ جاري کړي شوي دي۔
له طوفاني باران وروسته سيندونه او ويالې سېلابې شوې، کوم کورونه چې نه راپرېوت، اوس په هغو کې ژوند له خطره خالي نه دی.
بل خوا د لاهور، ګجرات، ګوجرانواله، حافظ آباد او سیالکوټ په ګډون د پنجاب په مختلفو ښارونو کې د 111 کلومیټره فی ساعت په سرعت سره د هوا له وجې د ژوند نظام متاثره شوی دی.