ندا محمد ندیم د تاتارستان په غونډه کې: د افغانستان له تحصیلي  نظام څخه ملاتړ وکړئ  

0
235

ندا محمد ندیم د تاتارستان په غونډه کې: د افغانستان له تحصیلي  نظام څخه ملاتړ وکړئ

ندا محمد ندیم په دې کتنه کې وویل: له دوستو هېوادونو څخه هیله لرو چې د تحصیلي بورسونو په ورکولو سره د مسلکي کارکوونکو په استولو سره د افغانستان د لوړو زده کړو ملاتړ وکړي او یا هم په خپلو هېوادونو کې مسلکي کارکوونکي وروزي.

په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د معیاري زیربناوو او لابراتوارونو د نشتوالي په اړه خبرې وکړې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د پوهنې د کیفیت په لوړولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

 

( 2023  /  6 / 11   نېټه باغي ټلویزیون )

بشپړ راپور 

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د روسیې پلازمېنې تاتارستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له تحصیلي له سکتور څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د تاتارستان په جمهوریت کې د روسیې فدراسیون د پوهنې وزیرانو په نړیواله غونډه کې ندا ​​محمد ندیم په افغانستان کې د مسلکي کارکوونکو شتون مهم وباله او له ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل چې افغانستان ته د مسلکي کارکوونکو د لېږلو غوښتنه وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي چې د پوهنتونونو د استادانو د ظرفیت د لوړولو لپاره یې د وزارت له خوا پروګرامونه په لاره اچولي دي.

ندا محمد ندیم په دې کتنه کې وویل: له دوستو هېوادونو څخه هیله لرو چې د تحصیلي بورسونو په ورکولو سره د مسلکي کارکوونکو په استولو سره د افغانستان د لوړو زده کړو ملاتړ وکړي او یا هم په خپلو هېوادونو کې مسلکي کارکوونکي وروزي.

اړوند موضوعات:

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تاتارستان هیواد کې د پوهنې وزیرانو په فورم غونډه کې ګډون ترسره کړ.

په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د معیاري زیربناوو او لابراتوارونو د نشتوالي په اړه خبرې وکړې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د پوهنې د کیفیت په لوړولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

Leave a reply