د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کښې د وفاقي کابینې ځانګړې بجټ غونډه کښې د فنانس بل منظور کړے شو.

0
121

باغی ټی وی رپورټ

د وفاقي كابينې په غونډه كښې د راتلونكي مالي كال بجټ منظوري وركړې شوه او د سركاري ملازمينو تنخواګانو او پنشن كښې زياتولو حتمي فيصله هم وشوه۔

د مالیې وزارت چارواکو کابینې ته د بودیجې د طرحې په اړه معلومات ورکړل او سرچینې وايي چې د مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو په معاشونو او تقاعد کې د ۲۰ فیصده اډ هاک رعایت وړاندیز کړی دی.
د دې نه علاوه د كابينې په غونډه كښې د مۍ په 24مه او 7مه نېټه د اقتصادي رابطې كمېټۍ د پرېكړو منظوري هم وركړې شوه۔

له دې وړاندې پارليمنټ هاؤس ته د رسيدو په مهال خبريال د وزيراعظم نه پوښتنه وکړه چې آيا په بجټ کې د خلکو لپاره څه رليف راوړي؟ په دې اړه وزیراعظم ووئيل دعا وكړئ چې مونږ د اولس لپاره ښه بجټ وركړو۔

Leave a reply