د پنجاب نګران حکومت او ینګ ډاکټرانو ترمنځ خبرې اترې کامیابې شوې، چې وروسته ینګ ډاکټرانو د اعتصاب ختمولو اعلان وکړ.

0
117

باغی ټی وی رپورټ

لاهور کښې د اطلاعاتو نگران وزیر عامر میر او د صحت وزیر ډاکټر جاوید اکرم سره د یو خبري کانفرنس په مهال د ینګ ډاکټرانو استازو اوویل چې د صحت تحفظ بل عملي کیدو او هسپتالونو کښې د امنیت په شمول د دوي نورې غوښتنې هم منلې شوې دي. دوی اعتصاب پای ته رسوي.

د اطلاعاتو نگران وزير عامر مير وئيلي دي چي د ماشومانو هسپتال کښي ډاکټر باندي تشدد کونکي ملزم خلاف د ترهه ګرئ قانون لاندي کارروائي روانه ده۔

په دی موقع د صحت نگران وزیر ډاکټر جاوید اکرم اوویل چی په هسپتالونو کښي د اے ایس ایف په طرز سره سیکیورټی فورسز جوړیږی او د ماشومانو هسپتال کښي په 19 ځایونو کښي سیکیورټی نیمګړتیاوی موجودی دی کوم چی ختمولی شی.

ده ووئيل د صحت تحفظ بل به د منظورۍ لپاره د كابينې راتلونكې غونډې ته وړاندې كړې شي۔

ياده دې وي چې ځوان ډاکټرانو د ماشومانو په روغتون کې د ډاکټرانو د تشدد په ضد د اتو ورځو لپاره د دولتي روغتونونو په او پي ډي کې کار بند کړى و.

Leave a reply