د پي ټي ائي د چيئرمېن شاه محمود قريشي او ترمينځه د ملاقات دننه کيسه مخې ته راغلې ده۔
باغی ټی وی رپورټ
تيره ورځ چې کله شاه محمود قريشي د پي ټي آئي چيرمين سره ملاقات ته راغلو نو ډير تازه وو او ميډيا سره ئي د خبرو کولو غوښتنه کړي وه ولي کله چي د ملاقات نه واپس راغلو نو د شاه محمود مخ ټيټ او په اعصابو کښي تنګي وه۔
د ذرائعو ترمخه د تحريک انصاف چيئرمېن شاه محمود قرېشي سره ملاقات په کمره کښې نه دې شوي ولې هغه او د پي ټي آئي چيئرمېن په ويډيو ريکارډنګ روم کښې وليدل۔
د زرائعو له مخې شاه محمود کارکنانو ته د ریلیف ورکولو په اړه پالیسي جوړولو باندې زور ورکړو او وې ویل چې په زرگونو کارکنان نیول شوي دي د هغوي د پاره هلې ځلې وشي او د پارټئ بیرته نظام ته راوستلو لپاره به سختې فیصلې وشي. .
دسرچينو له مخې دواړو مشرانو په لان کې د تګ په مهال څه موده خبرې اترې هم وکړې خو د پي ټي ائي له چئیرمين سره تر ليدنې وروستو د شاه محمود موبائيل هم بند دى.