د سپريم کورټ ريويو آف آرډرز او ججز ايکټ خلاف داخل درخواستونو اورېدنه به نن کيږي۔
باغی ټی وی رپورټ
د چيف جسټس آف پاکستان په مشرۍ کښې درې کسيزه بينچ به نن غرمه 11:30 بجې د کيس سماعت کوي چې پکښې جسټس اعجازالاحسن او جسټس منيب اختر شامل دي۔
درخواست کوونکو له سترې محکمې غوښتي دي چې د حکمونو او قضاوتونو د بيا کتنې قانون دې باطل اعلان کړي، په داسې حال کې چې سترې محکمې ورته ځنډ کړى دى.
ياده دي وي چي د مئي په 29مه نيټه د سپريم کورټ ريويو آف آرډرز او ججز ايکټ 2023 نافذولو لپاره گزټ نوټيفيکيشن جاري کړے شوے وو۔
د نوي قانون له مخې، د 184/3 لاندې د پریکړو په 60 ورځو کې د بیاکتنې استیناف غوښتنه کولی شي، د نوي قانون له مخې به اپیل د پریکړې کولو بنچ څخه لوی بنچ لخوا اوریدل کیږي.
د نوي قانون له مخې، د بیاکتنې غوښتنلیک ساحه به اوس د استیناف په څیر وي، په تیرو وختونو کې به د بیاکتنې درخواست د هماغه بنچ لخوا اوریدل کیږي چې پریکړه یې کړې وه.