امريکا وايي، چې د پاکستان سياست د پاکستان د خلکو خبره ده، هر څه چې د اساسي قانون له مخې وي.

0
181

باغی ټی وی رپورټ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټېل ​​ویلي، امریکا له پاکستان سره خپلې اوږدې همکارۍ ته ارزښت ورکوي.

د پي ټي آئي د چيئرمېن د امريکې په ضد د تورونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وياند وويل دا ډول تورونه دروغ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې خدیجه شاه دوه ګونی تابعیت لري، له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې خدیجه شاه ته قونسلګري لاسرسی ورکړي، له پاکستاني چارواکو سره مستقیم تماس لري او قضیه تعقیبوي.

ياده دې وي چې فيشن ډيزاينر خديجه شاه د مئ په نهمه نيټه په جناح هاؤس د بريد په مقدمه کښې نيول شوې ده۔

خدیجه شاه د مئ په ۲۴مه د لاهور په جناح هاؤس کې د اور لګېدنې او ورانکارۍ په مقدمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت کې وړاندې کړی شوې وه، چې وروسته عدالت هغې ته د پېژندګلوۍ پر مهال د ۷ ورځو لپاره جيل ته د لېږلو حکم وکړ.

Leave a reply