اسلام اباد او کراچۍ د کډوالو لپاره تر ټولو ارزانه ښارونه اعلان شوي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د میرسر لخوا په کلنۍ سروې کې، هانګ کانګ د بهرنیانو لپاره د نړۍ ترټولو ګران ښار نومول شوی.
سینګاپور له هانګ کانګ وروسته دویم تر ټولو ګران ښار نومول شوی، په داسې حال کې چې د سویس ښار زیوریخ دریم ځای لري.
د سویس جنیوا او باسل هم په څلورم او پنځم ځای کې وو، په داسې حال کې چې نیویارک شپږم ګران ښار وو.
سروې د نړۍ په 400 ښارونو کې د 200 توکو بیې پرتله کړې.
اسلام اباد (لومړی) او کراچۍ (دوهم) د بهرنیانو لپاره د نړۍ ترټولو ارزانه ښارونه وو، په داسې حال کې چې د کیوبا ښار هاوانا دریم ځای لري.
د قرغزستان بشکیک په څلورم، د تاجکستان دوشنبه په پنځم او د نمیبیا ویندهوک شپږم ځای لري.
د سروې د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې د سختو پولي پالیسیو او مالي پریکړو له امله، په 2023 کې د شخصي عاید کچه اغیزمنه شوې پداسې حال کې چې بیکارۍ زیاته شوې ده.
د راپور له مخې، ډېری هېوادونه په داسې حال کې چې د انفلاسیون کچه اوج ته نه ده رسېدلې، د پورونو دروند بار دی.
پر اوکراین د روسیې یرغل، انفلاسیون او د تبادلې په نرخونو کې پرله پسې بدلونونو د کډوالو پر معاشونو او سپما منفي اغېز کړی دی.
د سروې په وینا، دوبۍ به سږکال د بهرنیانو لپاره 18م ترټولو ګران ښار وي، د تیر کال په پرتله 31.
د سعودي عربستان ریاض او جده په ترتیب سره ۸۵ او ۱۰۱ ځای لري.






