د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د دفاع لپاره د ۱۸۰۰ اربه روپو د بېلولو وړاندیز شوی دی.

0
157

باغی ټی وی رپورټ

دسرچينو ترمخه قومي اقتصادي کونسل دراتلونکي مالي کال بجټ هدفونه تيار کړي دي چې پکې دخزانې وزير اسحاق ډار وزيراعظم شهباز شريف ته بريفنگ ورکړى.

سرچينې وائي دراتلونکي مالي کال بجټ دجي ډي پي 7.7 فيصده مالي خسارې سره تيار کړل شوى، وفاقي اؤ صوبائي حکومتونو 7.1 فيصده بجټ تيار کړى دى.

د سرچينو ترمخه په بجټ کې به د6 زره اربه روپو څخه زيات مالي خساره وي په کوم کې چې 7300 اربه روپۍ به دقرضونو او سود ادا کولو لپاره لګول کيږي.

دسرچينو ترمخه په راتلونکي بجټ کې ددفاع لپاره 1800 اربه روپۍ اؤ دبې نظير انکم سپورټ پروگرام لپاره 430 اربه روپۍ دمختص کولو تجويز دى.

سرچينې وائي چې د ايف بي آر لپاره د 9200 اربه روپو هدف مختص کړى شوى، د نان ټيکس ريونيو لپاره 2800 اربه روپۍ هدف ټاکل شوى دى.

Leave a reply