د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پر مهال د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو په څانګه کې د یو ارب او ۳۰ کروړه روپو د کرپشن ادعا شوې ده.
باغی ټی وی رپورټ
وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو په محکمه کښې د يو ارب 30 کروړه روپو د مبينه غبن په اړه تحقيقات شروع کړي دي۔
په اداري فساد کې د لاس لرلو په تور د شخصي بانک د مدير او د اطلاعاتو د څانګې د يوه افسر پرضد پلټنې پيل شوې دي.
ايف آئي اے د تحقيقاتو لپاره د اسسټنټ ډائريکټر کرائم برانچ په مشرئ کښي مشترکه انکوائري ټيم جوړ کړے دے۔
د اسنادو له مخې، په دې اختلاس کې د یوه خصوصي بانک مدیر، د یوه خصوصي شرکت او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو مامور ښکېل دي.
د اسنادو له مخې، د اعلاناتو پیسې د بېلابېلو څانګو له خوا غیر مسوولو کسانو ته ورکول کېدې، په داسې حال کې چې له ریاست څخه د پیسو د ورکړې اړوند ریکارډ هم ورک شوی دی.
ايف آئي اے تحقيقاتي ټيم ته هدايات ورکړي دي چي تحقيقات مکمل کړي او په ديرش ورځو کښي دي رپورټ وړاندي کړي۔