پخوانی صدر اصف علي زرداري وايي نن د ۲۰۱۸م کال په پرتله د پيپلز پارټۍ حالات ښه دي، د کارکنانو په حق کې به فيصلې کيږي، د پيپلز پارټۍ د زنانه ونگ ستونزې به په ترجيحي بنيادونو حل کيږي.

0
256

باغی ټی وی رپورټ

تيره ورځ د پاکستان پيپلز پارټي زنانه ونګ پنجاب ثمينه خالد کورکي په مشرۍ کښي وفد بلاول هاؤس لاهور کښي آصف علي زرداري سره وليدل۔

پلاوي سره خبرو کې اصف زرداري وويل ډېر ژر به لاهور کې خپل کېمپ جوړ کړي، د ۲۰۱۸م کال په پرتله نن د پيپلز ګوند حالات ښه دي.

ده ووئيل چې د بېنظېر انكم سپورټ پروګرام په اړه به د شازيه مري او د زنانو څانګې ترمېنځه غونډه كېږي۔

د دې نه علاوه د پيپلز پارټۍ زنانه ونګ په قامي اسمبلۍ او پنجاب اسمبلۍ کښې په مخصوصو څوکيو کارکنانو ته په ترجيح ورکولو ټينګار کړے دے چې پکښې آصف زرداري وئيلي دي چې د ثمينه خالد کورکي او نورو زنانو مشرانو په غوښتنو به غور کوي۔

Leave a reply