امریکا وايي موږ یو سوکاله او باثباته پاکستان لیدل غواړو چې د پاکستان او امریکا د اړیکو لپاره مهم دی.

باغی ټی وی رپورټ
دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند ويدانت پټېل دبريفنگ ورکولو په مهال وئيلي دي چې پاکستان په مهمو مسايلو دخبرو اترو لپاره له چارواکو سره مستقيم تماس کې دى.
هغه وویل چې دا ډول چارې د امریکا او سیمې د امنیت او ثبات لپاره اړینې دي.
د امريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند دعافيه صديقي په اړه دپوښتنې په ځواب کې وويل چې په هر سفارتي تماس کې بيان نۀ ورکول کيږي.






