زهرا؛ افغان انجینره هغه څوک چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د بنګړو خرڅولو ته مجبوره شوه

0
41

زهرا؛ افغان انجینره هغه څوک چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د بنګړو خرڅولو ته مجبوره شوه

تصویر تر سترګو کېدونکې نجلۍ؛ هغه څوک نده چې کورنی کسب او کار ئې بنګړي خرڅېدل وي، د دې نجلۍ نوم زهرا او د انجینرۍ لۀ پوهنځيڅخه فارغه ده، پر راپرځول شوي حکومت کې ئې د ښارجوړونې وزارت کې د انجینرۍ برخه کې نده لرله.

 

 

(2021 / 10 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

تصویر تر سترګو کېدونکې نجلۍ؛ هغه څوک نده چې کورنی کسب او کار ئې بنګړي خرڅېدل وي، د دې نجلۍ نوم زهرا او د انجینرۍ لۀ پوهنځيڅخه فارغه ده، پر راپرځول شوي حکومت کې ئې د ښارجوړونې وزارت کې د انجینرۍ برخه کې نده لرله.

زهرا نومې نجلۍ وايي چې کور کې بل سرپرست نلري؛ او د نوي حکومت پر راتګ دې پخوانۍ دنده له لاسه ورکړې، اوس مجبوره ده د ښار منځ کې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره بنګړي وپلوري.

که څۀ هم افغاني ټولنه کې بنګړي خرڅول د یوې ځانګړي قوم د ښځو دنده ده؛ خو نن زهرا مجبوريږي چې بنګړي خرڅ او د خپلې کورنۍ لپاره پرې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، د زهرا انځور پۀ ټولنیزو رسنیو ښکته و پورته کېږي او ډېرو افغانانو زهرا هڅولې ا ویلي ئې دي چې ” زهرا ته پیاوړې يې” خو یو شمېر نورو بیا له حکومت څخه د ګیلې پر شکل دغه انځور پوسټ کړی دی او ویلي يې دي چې” دندې ناروا دي، سوال او کار په عام محضر کې د ښځو روا؟”.

دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا ا پر راتګ ښځې له دندو منعه شوي او د زهرا پۀ څېر زرګونه نورې پېغلې هم پر کور کښېنول شوې دي .

 

 

Leave a reply