په پاکستان کې د روانې اونۍ په ترڅ کې د سرو زرو په بیو کې د راټیټیدو رجحان لیدل شوی دی.

باغی ټی وی رپورټ
په ټول ملک کې د يو توله سرو زرو په بيه کې څلور زره اته سوه کلدارې کمې شوې او د روانې اوونۍ په پای کې د سرو زرو بيه دوه لکه ۳۱ زره ۴۰۰ کلدارو ته رسېدلې ده.
د کاروباری اونۍ په پیل کې د یو تول سرو زرو بیه ۲۳۶ زره ۲۰۰ کلدارې وه، خو د مې په ۲۹مه د یو تول سرو زرو په بیه کې ۱۷۰۰ کلدارې کمې شوې او هغه وخت بیه ۲ لاکه ۳۴ زره ۵۰۰ کلدارو ته رسېدلې وه.
د مې په ۳۰ مه هم د تول سرو زرو په بيه کې ۱۷۰۰ کلدارې کمې شوې وې، چې له هغې وروسته د تول بيه ۲ لاکه ۳۲ زره ۸۰۰ کلدارې شوه.
د مې په ۳۱مه د سرو زرو په بیه کې د یو تولو بیه ۱۶۰۰ روپۍ لوړه شوې او بیه یې ۲ لکه ۳۴ زره ۴۰۰ روپیو ته رسېدلې ده.
بله ورځ یعني د جون په لومړۍ نېټه، د توله بیه د پام وړ ۵۴۰۰ روپۍ راښکته شوه.
له دې کمښت وروسته د سرو زرو بیه ۲ لکه ۲۹ زره روپۍ شوه.
د جون په دوهمه نېټه د سرو زرو په بيه کې څلور زره کلدارې زياتوالی راغلی چې له دې وروسته يې بيه دوه لکه ۳۳ زره روپۍ ته رسېدلې ده.
د روانې اوونۍ په پای کې یعنی د جون په ۳ مه نېټه په هېواد کې د یو توله سرو زرو بیه د ۱۶۰۰ کلدارو په پرتله ۲ لکه ۳۱ زره ۴۰۰ کلدارو ته راټیټه شوه.






