د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ پخوانۍ غړې عایشه اقبال د تحریک انصاف او سیاست نه ځان په مکمله توګه لرې کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
لاهور کښې د پريس کانفرنس په مهال عائشه اقبال وئيلي دي چې زه د پي ټي آئي او سياست نه په مکمله توګه ډډه کوم، زه هغه سياست نه خوښوم چې پکښې زمونږ خپل خلک يو بل سره جنګوي، الله دې د پاکستان حفاظت وکړي او دا هېواد پرمختګ وکړي.
ده ووئيل ما په 10م يا 11مه نېټه د پي ټي آئي چيئرمېن ته خط ليكلې وو۔
عایشه اقبال ویلي د وژل شوو ماشومانو له میندو پوښتنه کوي، چې ایا داسې پېښې وشي، په ما باندې د ګوند پرېښودو کوم فشار نه دی راغلی، زه په کوم بل ګوند کې شامل نه یم او له سیاسته لرې پاتې یم.
د يادونې وړ ده چې د مې د نهمې نېټې له پېښو وروسته د پاکستان تحريک انصاف ګڼ شمېر مشران له ګوند څخه جلا شوي دي.





