دیني عالم مفتي احسان الحق په پېښور کې د ډزو په پایله کې وژل شوی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د ډزو پېښه د پېښور په باړه بير سيمه کې شوې ده چرته چې مفتي احسان الحق د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دی .
پوليس وايي د مفتي احسان الحق د قاتلانو لټون روان دی.
د يادونې وړ ده، چې څلور ورځې وړاندې هم په يکه توت کې د پيشې يو امام وژل شوى و.






