عدالت د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی ډپټي سپيکر محمود جان په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلی دی.

باغی ټی وی رپورټ
پوليسو د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانې ډپټي سپيکر محمود جان، د هغه ورور احتشام خان او د هغه تره عدالت ته وړاندې کړل چرته چې پوليسو د ملزمانو د جسماني ريمانډ غوښتنه وکړه.
جوډيشل مجسټرېټ محمد طيب د پوليس درخواست منلې او د ملزمانو جسماني ريمانډ ئې منظور کړے او درې ملزمان ئې يو ورځنې جسماني ريمانډ باندې پوليس ته حواله کړل۔
ياده دي وي چي پوليسو د خيبرپښتونخوا پخواني ډپټي سپيکر محمود جان تيره ورځ د ګرفتاري نه مخکي ضمانت منسوخيدو باندي ګرفتار کړے وو چي د يو کس په قتل تورن دے






