د پي ټي آئي مشر شهباز ګيل د امريکي تبعه په حيث ځان د پي ټي آئي خارجه ايجنټ په توګه رجسټر کړے دے۔

باغی ټی وی رپورټ
شهباز ګيل د امريکې خارجه ايجنټ رجسټرېشن ايکټ لاندې ځان رجسټر کړے وو چې وروسته د امريکې عدليه وزارت شهباز ګيل ته د رجسټريشن نمبر جاري کړے دے۔
شهباز ګل په امريکه کښې د پي ټي آئي لپاره د غونډو او فنډ جمع کولو تفصيلاتو محکمي ته معلومات ورکړي دي، هغه د روان کال د اپريل له 19مې نيټې نه تر 9م مئي پورې په امريکا کښې د پي ټي آئي د 9 غونډو تفصيلات وړاندې کړي دي.
د امريکې د رجسټرېشن په اسنادو کې ورکړل شوي بيان کې شهباز ګل وئيلي دي چې زه به امريکايي ادارو ته په پاکستان کې د بشري حقونو او د جمهوري اقدارو د سرغړونو په اړه معلومات ورکوم ، زه به د امريکې پاکستانيانو او امريکې د مرکزونو سره هم ملاقات کوم .






