په کراچۍ کې د شیدو پلورونکو یو ځل بیا په لیټره کې لس روپۍ زیاتې کړې دي.

باغی ټی وی رپورټ
په کراچۍ کې د شیدو پلورونکو خپلسري روانه ده او انتظاميې سترګې پټې کړي دي.
د پټرولو او ډیزل په نرخونو کې د پام وړ کمښت سره سره د شیدو پلورونکو په خپل سر د لیټرو نرخونو کې لس روپۍ زیاتوالی راوستی دی.
تر دې مخکې د فبرورۍ په میاشت کې هم د شیدو بیه په یوه لیټر ۲۰ روپۍ لوړه شوې وه.





