ایران ویلي چې د بشري مرستو دویمه جوپه هم افغانستان ته رسېدلې

0
91

ایران ویلي چې د بشري مرستو دویمه جوپه هم افغانستان ته رسېدلې

حسن اسفندیار ویلي، په دې جوپه کې خوراکي توکي او د سرپناه وسایل شامل دي چې تېره ورځ افغانستان ته تر رسېدو وروسته د دغه هېواد سرې میاشتې ادارې ته سپارل شوي دي.

 

(2021 / 10  / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ایران د سرې میاشتې (هلال احمر) ادارې عمومي مدیر ویلي چې د دغې ادارې له لوري د بشري مرستو دویمه جوپه هم افغانستان ته رسېدلې ده.

حسن اسفندیار ویلي، په دې جوپه کې خوراکي توکي او د سرپناه وسایل شامل دي چې تېره ورځ افغانستان ته تر رسېدو وروسته د دغه هېواد سرې میاشتې ادارې ته سپارل شوي دي.

اړونده موضوعات: 

پاکستان طرف نه د افغان اولس لپاره ۱۴۸ ټنه وریژې ولیږل شوې

نوموړي ویلي چې دا مرسته به په کندوز کې پر کورنیو بې ځایه شویو باندې وویشل شي خو ډاډ یې ورکړی دی چې ایران به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې ایران او پاکستان د افغانستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي چې پۀ دې وروستیو کې د افغانستان د وروستي تحول له امله افغانستان سره ډېرې بشري مرستې کړې دي.

 

Leave a reply