د تحریک انصاف مشر چوهدري پرویز الهي ځان بې ګناه اعلان کړ.
باغی ټی وی رپورټ
لاهور کې عدالت ته د حاضرېدو په موقع د پنجاب پخواني وزيراعلي د ميډيا له استازو سره غير رسمي خبرې اترې وکړې.
چوهدري پروېز الهي ويلي چې زه بې ګناه او د پاکستان د پوځ ملاتړی يم، هيڅ مطبوعاتي کانفرنس به نه کوم، په پي ټي ايي کې يم او پاتې به شم.
ده ووئيل د پي ټي آئي كاركوونكو ته پيغام دا دے چې مضبوط اوسئ نه وېرېږئ۔
د پي ټي آئي صدر وئيلي دي چې د دې ټول فساد ريښه محسن نقوي ده، ما د چا په ضد کومه سياسي مقدمه نه ده درج کړې، محسن نقوي زما سره ظلم کوي.
باید وویل شي، چې پروېز الهي تېره ورځ په لاهور کې د فساد ضد ادارې لخوا نیول شوی و.
د پروېز الهي خلاف د کرپشن په ضد حکومتي قراردادونو کې کمېشن اخیستلو مقدمه درج کړې شوې ده، په حکومت کې د لاسوهنې او پولیس په ضد د تشدد مقدمه هم د لاهور په پولیس سټیشن کې درج شوې ده.