د آډیو لیکس په اړه د پارلېمان تحقیقاتي کمېټۍ د پخواني چیف جسټس ثاقب نثار زوی نجم ثاقب او د هغه دوه ملګري په غیرحاضرۍ کې احضار کړي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د قامي اسمبلۍ د آډیو لیکس کمېټۍ مشر اسلم بوتاني ویلي که چرې دغه درې کسان راتلونکې غونډې ته حاضر نه شول نو د نیولو وارنټ به جاري کړي.
د کمېټۍ غړي شیخ روحیل اصغر ویلي چې د چیف جسټس زوی هم ځان د چیف جسټس په توګه ګڼي.
ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د اوډيو ليکس کيس کښي د نجم ثاقب د احضارولو حکم ځنډولي وو۔
د پاکستان د پخواني چيف جسټس جسټس (ر) ثاقب نثار زوی نجم ثاقب د اسلام اباد هائي کورټ کې د ادعا شوي آډيو ليکس د پلټنو لپاره د قومي اسمبلۍ د سپيکر لخوا جوړه شوې کميټۍ چيلنج کړې ده.






