د پاکستان د پخواني چيف جسټس (ر) ثاقب نثار زوی نجم ثاقب د اسلام اباد هائي کورټ کې د ادعا شوي آډيو ليکس پلټنو لپاره د قامي اسمبلۍ د سپيکر لخوا جوړه شوې کميټۍ چيلنج کړې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د نجم ثاقب لخوا جمع کړې شوې درخواست کښې وفاق د پارلېماني چارو سيکرټري، د قامي اسمبلۍ سپيکر، سپيشل کميټۍ او سيکرټري کميټۍ جوړ کړے دے۔
درخواست کې ویل شوي چې د مۍ په دویمه د ملي اسمبلۍ سپیکر د ادعا شوي آډیو لیک د پلټنو لپاره یوه کمېټه جوړه کړه، دا آډیو لیک د غیرقانوني څارنې او د درخواست ورکوونکي په محرمیت کې د لاسوهنې پایله ده.
درخواست کښې وئيلي شوي دي چې د سپيکر لخوا جوړه شوې کميټۍ غيرقانوني ده، هغه ته د دې کولو اختيار نشته، د اسمبلۍ سيکرټري لخوا په 25م مئي يو نوټس جاري کړے شوے وو چې پکښې هغه ته په ذاتي توګه د کميټۍ مخې ته وړاندې کولو غوښتنه شوې وه۔ د احضار نوټس پرته له خبرتیا لیږل شوی.
درخواست کښې استدعا شوې چې عدالت دې د سپيکر لخوا جوړه شوې کميټۍ غيرقانوني اعلان کړي او کارروائي دې معطل کړي او حکم دې ورکړي چې د درخواست تر فيصلې پورې دې د درخواست کونکي خلاف هيڅ قسمه کاروائي نه کوي۔






