پخواني اولس مشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د کابل ګورنر سره لیدلي

0
80

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې پخواني اولس مشر حامد کرزي او د افغانستان مصالحتي کمیشن مشر عبدالله عبدالله د امارت اسلامي له طرفه د کابل لپاره مقرر شوي نګران ګورنر عبدالرحمن منصور سره لیدلی او په اهمو مسلو ی ورسره خبرې کړي.

په دې اهم ملاقات کښې عبدالله عبدالله او حامد کرزي د کابل ګورنر مخې ته څو اهمې مسلې وړاندې کړي، په دې اهم مسلو کښې د ملکي وګړو ژوند ته حفاظت ورکولو په اهمه موضوع خبرې وشوې.
د کابل ګورنر ته اوویل شول چې طالبانو له په کار دې چې د د کابل خلقو د ژوند او د عزت خاص خیال اوساتي او دا د طالبانو وړومبنۍ ترجیح شي چې ملکي وګړو ته سیکوریټي ورکړي او ددوی ژوند او عزت ته نقصان و نه رسي.
عبدالله عبدالله زیاتوي چې ګورنر ته مو اوویل چې په کابل کښې د عام ژوند او کاروبار شروع کیدو نه مخکښې دا ډیره ضروري ده چې د پایه تخت کابل خلق خپل ځانونه،کورونه او ژوند محفوظ احساس کړي او هیڅ کوم ډار و نکړي.
په دې ملاقات کښ د کابل ګورند دوی له باور ورکړې چې د کابل خلقو د ژوند او مال حفاظت لپاره به هر ممکن ګام واخستل شي.
یاده دې وی چې په کابل کښې ځای اوسیدونکي وای چې غټ کاروباري مرکزونه لا تړل شوي دي ولې واړه د خوراکي توکو دوکانونه پرانستل شوي دي

Leave a reply