کراچۍ کې د ډزو په مختلفو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي دي.
باغی ټی وی رپورټ
د راپورونو له مخې د عبدالله دین په نوم یو کس چې د سهراب ګوټ سره نږدې له کور بهر وو د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د دې نه علاوه په عائشه منزل او نصرت بهټو کالونۍ کښې هم په ډزو کښې دوه کسان وژل شوی دی.
د پوليس وينا ده چي ملزم عائشه منزل کښي د غلو سره مقاومت کولو په وخت ډزي اوکړي چي ګولۍ په لار روان وو چي له وجي ئي په موقع مړ شوے دے۔
د دې نه علاوه قيوم آباد کښې د وسله والو په ډزو کښې يو پوليس وارث شهيد او د اورنګي ټاؤن مومن آباد کښې د يوې ښځې او يو سړي مړي موندل شوي دي۔