تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د دوو نورو پوستو د جوړولو اعلان وکړ

د دغو مراسمو په څنډه کې پوځي تجهيزات، پوځي وسايل، د څارنې وسايل او سپکې او درنې وسلې چې په دغو پوستو کې موقعيت لري، نندارې ته وړاندې شول.
د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان د خطرونو او تهدیدونو د زیاتوالي د یادولو په ترڅ کې د تاجکستان د سرحدي عسکرو د مسلکي هوښیارتیا، سیاسي هوښیارۍ او صادقانه خدمت پر اړتیا ټینګار وکړ.
(2023 / 5 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تاجکستان کې د پوله ساتو د ملي ورځې په مناسبت، ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان پولې ته څېرمه د ختلان ولایت په توس ښارګوټي کې دوه نوې پوستې پرانیستې.
د دغو مراسمو په څنډه کې پوځي تجهيزات، پوځي وسايل، د څارنې وسايل او سپکې او درنې وسلې چې په دغو پوستو کې موقعيت لري، نندارې ته وړاندې شول.
د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان د خطرونو او تهدیدونو د زیاتوالي د یادولو په ترڅ کې د تاجکستان د سرحدي عسکرو د مسلکي هوښیارتیا، سیاسي هوښیارۍ او صادقانه خدمت پر اړتیا ټینګار وکړ.
اړوند موضوعات:
تاجکیستان د دغو نظامي تاسیساتو د جوړېدو پرانیسته پداسې محال کوي چې څو ورخې وړاندې د ایران او ا.ا. سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه رامنځته شوه چې پایله کې یې دوه ایراني او یو افغان پوځي ووژل شو.