د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان يو يو ټرن اخستو سره خپل يو بل بيان واپس اخستې او دا بيان د سوشل ميډيا نه لرې کړې شوې دې۔
باغی ټی وی رپورټ
عمران خان په سوشل میډیا تور پورې کړی چې د کراچۍ نه د هغه په ایم پی اے ملک شهزاد اعوان باندې فشار اچول شوی چې ګوند پریږدي، د هغه د انکار په وجه د هغه ټرکونه سوځول شوي او تباه شوي دي.
د هغه د ثبوت په توګه عمران خان دغه ويډيو هم په سوشل ميډيا خپره کړه، چې وروسته د سوشل ميډيا کاروونکو د پي ټي آئي چيرمين دروغجن وبللو.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي چې دا ویډیو یو کال پخوانۍ ده، د نوښار د تېلو په ډیپو کې اور لګېدلی، زاړه عکسونه یې هم خپاره کړي، خو د کاروونکو د نیوکو له امله عمران خان دغه ټوېټ حذف کړ.
ورته ټويټ او تورونه د پي ټي ائي په رسمي ټويټر هينډل هم شوي وو، خو څه موده وروسته دغه ټويټ له هغه ځايه هم حذف شو.