په نن ورځ نواز شریف اټومی چاودنې وکړی او پاکستان ی اټومی قوت جوړ کړو، نوشیروان شینواري

باغی ټی وی رپورټ
د تکبیر د ورځې په مناسبت په لنډیکوتل پریس کلب کښې د پاکستان مسلم لیګ مشرانو نون غونډه او پاکستان اتم.نړیوال اټومی قوت په جوړیدو ی کیک هم کټ کړو.
د پی ایم ایل ن مشرانو نوشیروان شینواری او ساجد علی اوویل جې نن که د پاکستان خلک په امن کې ژوند کوي دا ټول د ميا محمد نواز شريف له وجهی دی چې پاکستا ی په ټوله اسلامی او غیر اسلامی نړی کښې اټومی قون جوړ کړو.
د مسلم ليګ (ن) خيبر ضلعې جنرل سيکرټري ساجد علي آفريدي وويل نواز شريف د نړیوالو فشارونو سره مخ شو، د امریکا د هغه وخت ولسمشر بل کلنټن نواز شریف ته د اټومي چاودنې د نه کولو په بدل کې د پنځه ملیارد ډالرو وړاندیز وکړ خو میاں صاحب رد کړ. بوټو د اټومي ځواک بنسټ کېښود او ميا نواز شريف يې عملي کړ او پاکستان يې په اسلامي نړۍ کې لومړی اتومي ځواک جوړ کړ.
د پاکستان مسلم ليګ نون مشر نوشيروان شينواري اوویل چې ميا نوازشريف ملک د ترقي په لور روان کړو خو د سازشونو په نتيجه کښې يې حکومت ختم کړې شو او پاکستان د تباهۍ په لور روان شو ،هغه اوویل چې دا ټول د نواز شريف د هلو ځلو نتيجه ده چې پااکستان اټومی قوت دې .په دې موقع د مسلم ليګ نون مشران تاج علي خان، سکندر خان، محمد اشفاق، حاجي خاني الله، احمد شاه، شاه فهد، اکرم حميد سعود هم موجود وو.