له جيل نه راخوشې شوې د سوشل ميډيا کارکونکې انعم نديم شيخ ويلي دي چې په اډياله جيل کې د ښځينه بنديانو لپاره ډير ښه انتظامات دي.

باغی ټی وی رپورټ
انم ندیم شيخ وويل په اډياله جيل کې دښځو د ځورولو تصور هم نۀ شي کولى، په جيل کې يې ځان ډير خوندي موندلى دى.
هغه وويل، په بهر کې ٢٤ ساعته امنيت دى، په زندان کې د ښځو د ځورولو خبرې بې بنسټه دي.
هغې په خپل بيان کې وويل چې زه په اډياله جيل کې بندي وم، نو په اړه يې يواځې دومره ويلاى شم، د نورو جيلونو د چارو په اړه څه نه شم ويلاى.
انم ندیم شیخ د ۳ ایم پی او لاندې نیول شوی وو، هغه د مۍ په ۲۳ مه د اډیاله جیل نه خوشې شوې وه.
ياده دي وي چي چيئرمېن عمران خان په حکومت د پي ټي آئي زنانو سره په جېلونو کښې د بد سلوک کولو تور لګولې دې او وئيلي ئې دي چي د پرامن احتجاج کوونکو زنانو سره دومره بد سلوک هيڅکله هم نه دې شوي څومره چي دې فاشسټ حکومت کړي دي.
د رانا ثناءالله خبري غونډې ته په غبرګون کې عمران خان وویل چې ښځې د پرامن احتجاج لپاره خپل حق استعمالوي، دا سړی خامخا د دې وحشتناکو داستانونو د پټولو هڅه کوي، دا کیسې به ډېر ژر په خلکو کې راښکاره شي.